Tuesday, May 19, 2015

Thursday, January 30, 2014

Ma stargi ledali che badligi sang (Zaheer Abbas Khan ZAK)

ما سترګې ليدلي چه بدليږي څنګ
ښې ښؤږې خبرې چه ترخيږي څنګ


هغه زما مينه د وفا ډکه
نن په ما نفرت نفرت وريږي څنګ



دشتو د زړګي مې بارانه غوښتو
دا ولے، دا کاڼي راوريږي څنګ



ښه ده چه يواځې ، زه يواځې يم
اوس به رانه خلق جدا کيږي څنګ



تا چه پرې يقين د وفا کړې وو
هغه وعدے شماره چه ماتيږي څنګ



ما خو درته وے چه زاکه! مه کوه

اوس وايه چه خوګ زړګې خوګيږي څنګ